د پنټاګون چارواکو اعلان وکړ چې د کابل پر هوايي ډګر د داعش د ځانمرګي برید طرح کوونکی د افغانستان د سرپرست حکومت له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) مطبوعاتي مسوول اعلان کړی چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د کابل په هوايي ډګر کې د داعش د ځانمرګي برید طرحه کوونکی وژلی دی.