د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان د موقت حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د ټولو توکمونو د استازو په شتون او د بشري حقونو په تېره بیا ښځو او نجونو ته د درناوي په خاطر د یوه ټول شموله حکومت جوړول شرط دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې هغه شرطونه اعلان کړل چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا باید پوره شي، څو روسیه یې په رسمیت وپېژني.