د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ادعا کوي چې "داعش په افغانستان کې د بهرنیو اشغالګرو له خوا رامنځته شوې پدیده ده" او په رسنیو کې تر هغه زیات انعکاس کیږي چې په عمل کې نه لیدل کیږي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري په یوه غږیز پیغام کې چې د کوچني اختر په مناسبت خپور شوی ویلي چې په افغانستان کې د داعش ترهګره ډله د بهرنیو اشغالګرو له خوا رامنځته شوې پدیده ده چې د دغه هیواد د امنیت او خپلواکۍ د خرابولو لپاره کار کوي.