روسيې له نيويارک څخه بل هېواد ته د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر د لېږدولو نوې طرحه وړاندې کړې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چې په نیویارک کې دی، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر رسمي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، دا به ښه وي چې که ملګري ملتونه خپل مرکزي دفتر له نیویارک څخه بل ځای ته انتقال کړي.