د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره د افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د حامد کرزي دفتر (دوشنبه د ثور په څلورمه) په یوه ټویټ کې لیکلي چې دواړو لورو د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو او په ملي او نړیوالو دفترونو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز پر لرې کولو ټینګار وکړ