د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په «سوات» ښار کې د پولیسو په یوه مرکز کې د یوې درنې چاودنې له امله لږ تر لږه ۶۵ تنه وژل شوي او ټپیان دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ویل کیږي، چې دغه چاودنه، چې یو ترهګریز او ځانمرګی برید و، د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د سوات ښار په «کبل» سیمه کې د پولیسو د قوماندانۍ مخې ته شوی دی.