د ویانا دویمه غونډه د طالبانو د مخالفو سیاسي شخصیتونو په شتون سره ترسره شوه. د غونډې ګډونوالو د افغانستان پر سیاسي وضعیت خبرې وکړې او د افغانستان د ملي حاکمیت پر وړاندې یې پر یووالي او اتحاد ټینګار وکړ.
د معمار خبري آژانس د خبر له مخې، دغه غونډه چې د آسټریا د نړیوالو چارو د انستیتوت له خوا جوړه شوې وه چی تر ۳۰ زیاتو افغان سیاسي شخصیتونو په کې ګډون کړی و.