خبرونه 05 ثور 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د نړۍ د قدرتونو تر منځ د جګړې خطر لوړې تاریخي کچې ته رسېدلی – ګوترش

د ملګروملتونو عمومي نشي د دې ټولنې امنیت شورا په غونډه کې ويلي، چې د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د جګړې خطر تر ټولو لوړې تاریخي کچې ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سترو قدرتونو ترمنځ کړکېچ مخ پر پراخېدو دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس وايي، پر اوکراین د روسیې برید په دې هېواد کې سترې غمیزې او ویجاړۍ رامنځته کړي او د نړۍ اقتصاد یې هم ګډوډ کړی دی.

انتونیو ګوتریش وايي، د سترو قدرتونو ترمنځ کړکېچ یوه بې ساري او تاریخي کچې ته رسېدلی او یو شمېر تېروتنو او پېښو د شخړو خطر هم رامنځته کړی دی.

روسیه، چې د روان کال په اپریل میاشت کې د امنیت شورا د اوسنۍ ناستې مشري پر غاړه لري؛ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وايي، نړۍ د سړې جګړې پېر ته ورته خطرناک پړاو ته رسېدلې او اوسنی پېر ترې خطرناک دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي: راځئ، چې له نیوکو پرته خبرې وکړو. هیچا لویدیځ اقلیت ته اجازه نده ورکړې، چې د ټول بشریت پر استازیتوب خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر د څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره لیندا توماس ګرینفیلد د لاوروف خبرو ته په نغوته او اشاره کې ویلي، چې روسیې د ملګرو ملتونو له منشور زیانمن کړی دی.

لینډا توماس ګرینفیلډ وايي: د دغه مجلس منافقانه تنظیمونکي پخپل ګاونډ اوکراین برید وکړ او د ملګرو ملتونو منشور یې تر پښو لاندې کړ. دا غیرقانوني، غیرعادلانه او غیرضروري جګړه په مستقیم ډول زمونږ له سپیڅليو اصولو سره په ټکر کې ده، چې د نورو خلکو د خاورې اشغال او اشغال جګړه هیڅکله د منلو وړ نده.

ملګري ملتونه هڅه کوي د تورې بحیرې له لارې د اوکراین د غلو د صادراتو په اړه هغه تړون وساتي، چې د مې پر ۱۸ مه پای ته رسیږي، چې نړۍ په ځانګړي توګه اړ هېوادونه له قحطۍ سره مخ نه‌شي او دا غنم بېوزلو هېوادونو ته ورسېږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *