د افغانستان د صدراعظم اداري مرستیال د ترکیې له سفیر سره په کتنه کې وویل چې کابل د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا غواړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ارگ یوه په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرپرست حکومت د لومړي وزير اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ترکيې له سفير سره په کتنه کې د افغانستان د کړکېچ د هواري په برخه کې د ترکيې د هلو ځلو قدرداني وکړه.