اوچا وايي چې د افغانانو لپاره د بشري مرستو دوام د هغوی د ژغورلو وروستۍ لاره ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د سې شنبې په ورځ د ثور په ۵ مه په خپل ټوېټر لیکلي چې افغانستان د پرله پسې درېیم کال وچکالۍ، د سختو اقتصادي ستونزو دویم کال، د لسیزو جګړو او طبیعي پېښو له پایلو سره مخ دی