د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، طالبان د پخوانیو افغان چارواکو برعکس د اوبو په برخه کې د ایران حق مني او ټینګار کوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران دولتي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان له قوله خبر ورکړی، چې د هلمند سیند د اوبو د حق د ترلاسه کولو لپاره ټول انتخابونه په پام کې نیول کیږي