د افغان ښځو د ژغورنې غورځنګ په دوحه کې له افغان مدني فعالانو سره د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ د غونډې په غبرګون کې مظاهره وکړه او ویلي یې دي چې هغه غونډې چې په کې د "طالبانو د جنایتونو قربانیانو"، د ښځو مظاهره چیانو او د محرومو خلکو او ډلو معنی لرونکي ګډون ونه لیدل شي مشروع نه دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغان ښځو د ژغورنې غورځنګ ايتلاف د حمل په ٢٦مه، په يوه اعلاميه کې دغه څرګندونې وکړې “زموږ په اند دا ډول غونډې د افغانانو دردونکي واقعیتونه ردوي او د افغانانو د بېلابېلو ډلو له شتون پرته، دا یوازې د طالبانو د سپینولو او له طالبانو سره د امریکا د ناکامې سولې د اجنډا د دوام لامل کېږي.»