اماراتي رسنیو په دوبۍ کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې د پېښې د رامنځته کېدو خبر ورکړی، چې له امله یې ۱۶ تنه وژل شوي او ۹ نور کسان ټپیان دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د متحده عربي اماراتو د ملکي دفاع وزارت اعلان کړی چې د دوبۍ په یوه مشهوره سیمه کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی دی