د چین د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د ګاونډیو هېوادونو د مرستې لپاره څلور ماده ییز وړاندیز وکړ، څو د ستونزو د له منځه وړلو او د هر اړخیزې حکومتولۍ او دوامدار پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیانو له څلور اړخیزې غونډې وروسته رسنیو ته وویل: افغانستان اوس مهال د خپلو کورنیو او بهرنیو سیاستونو د سمون او بدلون په یوه مهم پړاو کې دی او په عاجله توګه د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو زیاتې پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري