د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، وسله والو طالبانو په سالنګ کې د وروستۍ جګړې د قربانیانو د خپلوانو پر کورونو بریدونه کړي او د ټولو قوانینو خلاف یې د هغوی د کورنیو غړي ځورولي او بندیان کړي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ تېره شپه د حمل په ۲۶مه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو د کړنو دغه بېلګې په کابل، پروان او کاپیسا ولایتونو کې ثبت شوي او د افغانستان د خلکو غوسه یې راپارولې ده