د لبنان د حزب الله عمومی منشی د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله وینا کښې ټینګار وکړ قدس ورځ له فلسطین سره د نړۍ د ولسونو د پیوستون ورځ ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د خپلې وینا په پیل کښې د فلسطین له مظلوم ولس څخه په ملاتړ کښې د نړۍ د قدرمنو هیوادونو پیوستون ته په اشارې سره وویل: د قدس په ورځ مونږ د ملګرتیا او ملاتړ پیغام ورکوو او د فلسطین ملت ته ټینګار کوو چې تاسو یوازې نه یاست