د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو استخباراتي سرچینو اعلان کړی چې د داعش پخوانی والي او دوهم شخص مولوي ضیاءالدین، د خراسان څانګې د شورا غړی ابو عمر افریدي او د داعش د پوځي روزنې یو مسوول سلمان تاجکستاني د یوه عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د طالبانو د امنیتي چارواکو په وینا، مولوي ضیاءالدین له شهاب المهاجر مخکې د داعش خراسان والي او د دغې ترهګرې ډلې د اداري او قضايي چارو مسوول و. دغه سرچینه زیاتوي چې سلمان تاجکستاني د پوځي روزنې او د چاودېدونکو توکو په جوړولو کې هم متخصص و.