تاریخ انتشار: 7 حمل 1402 - 1 سال پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 3627

طالبانو په بلخ کې د داعش د خراسان څانګې د دوهم غړي د وژل کېدو خبر ورکړی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو استخباراتي سرچینو اعلان کړی چې د داعش پخوانی والي او دوهم شخص مولوي ضیاءالدین، د خراسان څانګې د شورا غړی ابو عمر افریدي او د داعش د پوځي روزنې یو مسوول سلمان تاجکستاني د یوه عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.