د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ممتاز بلوچ د سې شنبې په ورځ (د حمل ۵مه) په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړلو په اړه له کابل سره په تماس کې دی.