د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره وکتل.
د طالبانو ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن چهارشنبه (د حوت ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چي د طالبانو د ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې افغانستان او ایران په کال کې د ۱۰ میلیارده ډالرو سوداګریز ظرفیت لري.