د طالبانو ویاند ټینګار کړی، چې د تېر حکومت استازي په دې هېواد کې د اوسني حکومت استازیتوب نه شي کولای او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید اوسني سرپرست حکومت ته وسپارل شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د تېر حکومت استازي په دغه هېواد کې د اوسني حکومت استازیتوب نه شي کولای او د ملګرو ملتونو له چارواکو یې غوښتي، چې د افغانستان څوکۍ اوسني سرپرست حکومت ته وسپاري.