افغانستان 20 حوت 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال نورستان ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال  قاري محمد یونس راشد  او ورسره مل پلاوي نورستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان سره وکتل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت

په دغه کتنه کې د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان له قاري محمد یونس راشد سره په بېلابېلو برخو کې د نورستاني ځوانانو شته ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

ورته مهال قاري محمد یونس راشد وویل، چې په دغه ولایت کې به د ځوانانو پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه یوسي او د ځوانانو لپاره به د ښوونې، روغتیا، سپورټ، فکري رغونې، ظرفیت لوړونې او کار زمینې برابرولو برخه کې اړينې آسانتياوې برابرې کړي.

په دې کتنه کې دغه راز د نورستاني ځوانانو د ستونزو د حل پر لارو چارو او په شته فرصتونو هم هر اړخیزې خبرې وشوې

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *