د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په چټکۍ د خرابېدو په حال کې دی او د بشري حقونو پر وړاندې د طالبانو بې رحمانه تېری دوام لري. او ملګري ملتونه باید د دې قضیو د تعقیب لپاره یو نوی خپلواک تحقیقاتي میکانیزم رامینځته کړي، او د اسنادو او شواهدو په ساتلو تمرکز وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنیس کالامارد د دوشنبې په ورځ «د حوت ۱۵مه» په یوه بیانیه کې وویل: «په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی او د طالبانو بې رحمانه یرغل هره ورځ دوام لري.»