تاریخ انتشار: 15 حوت 1401 - 2 کلونه پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 3360

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی

د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په چټکۍ د خرابېدو په حال کې دی او د بشري حقونو پر وړاندې د طالبانو بې رحمانه تېری دوام لري. او ملګري ملتونه باید د دې قضیو د تعقیب لپاره یو نوی خپلواک تحقیقاتي میکانیزم رامینځته کړي، او د اسنادو او شواهدو په ساتلو تمرکز وکړي.