خبرونه 01 حوت 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په اوسني حالت کې د افغان ولس د کړاوونو مسوول څوک دی؟

په افغانستان کې د جرمني سفارت طالبان د دې هېواد خلکو ته د لوږې، یخنۍ او د مرستو په نشتوالي تورن کړي دي. دا سفارت لیکلي: “راځئ چې روښانه کړو، که د افغانستان خلکو ته مرستې نه رسېږي، که خلک له لوږې، یخنۍ او ناکافي او یا هم د خدماتو له نشتوالي سره مخ دي، دا مسوولیت یوازې د اوسنیو چارواکو پر غاړه دی چې د ملي او نړیوالو مرستو مخه نیسي.” د جرمني د سفارت په وینا، په هیواد کې اوسنی ناورین د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ مه د طالبانو د مشر د پریکړې له امله دی چې له مخې یې ښځې له غیر دولتي موسسو سره له کار کولو منع کوي. دا ډول څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې د خلکو وضعیت له بېلابېلو اړخونو مناسب نه دی او د خلکو کړاوونه او ستونزې په پام کې نه نیول کېږي. طالبانو له یوې خوا په ښځو باندې د بندیزونو په لګولو سره دغه کړاوونه زیات کړي او له بلې خوا د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. د ټولنې د محدودولو پالیسي په داسې شرایطو کې چې خلک د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري د دې لامل شوی چې مرستندویه سازمانونه د خدماتو په وړاندې کولو کې ستړي شي او هڅه نه کوي او دا کار خلک له پراخو ستونزو سره مخ کوي. نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک د طالبانو له خوا د غوره شوي دغه طریقې سره مخالف دي او دا زموږ د ملت نه هیریدونکی حق دی چې د حکومتولۍ بڼه غوره کړي. خو طالبان هڅه کوي چې په یو اړخیزو کړنو سره او د خلکو د ارادې په پام کې نیولو پرته پر هر چا ډله ییزې رایې تحمیل کړي. له بلې خوا بهرني هیوادونه چې په افغانستان کې یې د شتون تاریخي سابقه لري روښانه او مشخص پلان نه لري او په عمومي ډول خبري کولو او د افسوس په څرګندولو راضي دي. داسې ښکاري چې طالبان د خلکو او نړیوالې ټولنې هیلو ته د مثبت ځواب ویلو اراده نه لري او همدا لامل د افغانستان د منزوي کولو لپاره کافي دی چې په پایله کې، خلک ورځ تر بلې زیانمن کیږي او ټولنه د بحران په لور روانه ده. نو د افغانستان خلک او نړیوال بنسټونه باید طالبان دې ته اړ کړي چې د خلکو نه جبران کیدونکي حقونه ومني تر څو زموږ هېواد نور له زیان او ستونزو سره مخ نه شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *