افغانستان 19 دلو 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

په هرات کې د قومونو د یووالي او پیوستون په موخه ستره غونډه جوړه شوه

په هرات کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په دغه ولایت کې د قومونو د یووالي او پیوستون په موخه ستره غونډه جوړه شوه.

د معمار آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د قومونو ترمنځ د یووالي او پیوستون غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې اسلامي امارت په ټول توان هڅه کوي، څو په ټولو برخو کې هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.

ورته مهال د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار وویل، چې په افغانستان کې مېشت ټول قومونه سره ورونه دي.

اخوا دیني عالمانو او د غونډې ګډونوالو د اسلامي امارت له نظام څخه د خپل ملاتړ د اعلان تر څنګ وویل، چې په هېواد کې مېشت ټول قومونه باید لاسونه سره یو کړي او یو د بل منلو لپاره کار وکړي.

هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د قومونو د یووالي او پیوستون په موخه غونډې جوړې شوې وې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *