افغانستان 16 دلو 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د کندهار – دوبۍ ترمنځ دوه اړخیزې الوتنې پيل شوې

د کندهار سیمه ييز مسوولين وایي، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په لومړي ځل د کام ایر هوايي شرکت له لوري د کندهار – دوبۍ ترمنځ دوه اړخیزې الوتنې پیل شوې.

د اسلامي امارت

د معمار آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د کندهار (احمدشاه‌بابا نړیوال هوايي ډګر) رئیس حافظ عصمت‌الله وویل، چې له کام ایر هوایي شرکت سره یې په ګډو هڅو د کندهار – دوبۍ ترمنځ الوتنې پیل کړې.

په ورته وخت کې د جنوب لوېديځ زون په کچه د کام ایر هوايي شرکت مسوول مولوي نورعلي حیدري وویل، چې کندهار ډېر سوداګر او صنعت‌کاران لري او اړتیا وه، څو د کندهار – دوبۍ ترمنځ الوتنې پیل شي.

نوموړي زياته کړ، چې له دې وروسته به له کندهار څخه د شنبې په ماښام دوبۍ ته او د یکشنبې په سهار به له دوبۍ څخه کندهار ته الوتنې وشي.

د يادولو وړ ده، چې کام اير په راتلونکي کې پلان لري، چې د کندهار ـ ډهلي او د کندهار ـ چین ترمنځ دوه اړخیزه الوتنې هم پيل کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *