اقتصادي 13 دلو 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې، د هېواد پر یو لړ مهمو موضوعاتو بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه

د اقتصادي کمېسیون

د معمار آژانس د خبر له مخې؛ د اقتصادي معاونیت مطبوعاتي دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته، پرېکړه وشوه چې دکانونو او پټرولیم وزارت دې د تخار چاه آب ولسوالۍ د سمتي سیمې سرو زرو کان آزادې داوطلبۍ ته وسپاري.
دغه راز د اقتصادي کمېسیون له لوري د اوبو او انرژۍ وزارت ته سپارښتنه شوې چې له هندي شرکت سره د ارغستان بند جوړولو قرارداد د ملي تدارکاتو کمېسیون لخوا فسخه کړي او د یاد بند د سروې، ډیزاین او ساختماني چارو کارونه دې آزادې داوطلبۍ له لارې پرمخ یوسي.
همدارنګه په یاده ناسته کې د مالیې، صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو او د چارو ادارې لوی ریاست او د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له استازیو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې د دولتي شرکتونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام، د ریاست الوزرا مقام، کابينې او اقتصادي کمېسیون ټول حکمونه او پرېکړې په هر اړخیز ډول وڅېړي.
یاده کمېټه دې د دولتي شرکتونو قانون، جوړښت، مدیریت، نظارت او نورو اړوندو اړخونو ته کتنه وکړي او دا دې جوته کړي چې د دولتي شرکتونو اوسنی جوړښت مؤثر دی او که نه. دغه راز نوموړې کمېټه به په دې اړه هر اړخیزه طرحه برابره او اقتصادي کمېسیون ته یې وړاندې کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *