افغانستان 06 دلو 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست: د سولې په تامین او د ملي یووالي په ټینګښت کې د مشرانو رول خورا مهم دی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سرپل د بلخاب ولسوالۍ له مشرانو او مخورو سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د بلخاب ولسوالۍ مشرانو د اسلامي امارت او ولس ترمنځ پر اړیکو او همغږۍ ټینګار وکړ.

هغوی دغه راز، په هېواد کې د اسلامي نظام پر ښه چلند خوښي ښودلې او ژمنه یې کړې، چې د بلخاب ولسوالۍ ولسونه به د اسلامي امارت د نظام ترڅنګ ولاړ وي او خپل دین، هېواد او خلکو ته به خدمت وکړي.

همدا رنګه، یادو مشرانو او مخورو خپلې یو لړ ستونزې او وړاندیزونه د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې کړې ده.

په همدې حال کې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو په اورېدو سره، د سولې په تامین او د ملي یووالي په ټینګښت کې د مشرانو رول خورا مهم او ارزښتناک بللی او ژمنه يې کړې، چې د امکاناتو په پام کې نيولو سره به د خلکو ستونزې حل شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *