خبرونه 29 جدی 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو مشران په غیر دولتي سکتورونو کې د ښځو د کار کولو له منع کولو څخه لاس اخلي

د ماشومانو د ژغورنې موسسې له اعلان وروسته، د پاملرنه نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د ښځینه کارکوونکو سره خپل فعالیتونه بیا پیل کړي. دغه بنسټ وايي، د روغتیا او تغذیې په برخه کې به خپل فعالیتونه بیا پیل کړي. دغه سازمان وايي، دغه پرېکړه يې د ښځو د کار د دوام په اړه د طالبانو له خوا د عامې روغتيا وزارت له لازم ډاډ ترلاسه کولو وروسته کړې ده. د ماشومانو د ژغورنې موسسې پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د ښځینه کارکوونکو په شتون سره خپل ځینې فعالیتونه بیا پیل کړي. دغه اداره وايي، د روغتیا، تغذيې او ښوونیزو پروګرامونو په څانګو کې د دغې ادارې د ښځینه کارکوونکو د خوندي او بشپړ راستنېدو په اړه یې د طالبانو له اړوندو چارواکو څخه تضمین اخیستی دی. خو د دې نړیوالې موسسې مشرې ویلي، چې د ښځو پر کار د بندیز له امله لا هم ډېری چارې په ټپه ولاړې دي. هغه د طالبانو له مشرتابه وغوښتل چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز په بشپړه توګه لیرې کړي. خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. تېره اوونۍ د یوې سترې نړیوالې خیریه موسسې مشر چې کابل ته راغلی و، وویل چې د طالبانو د کابینې څو وزیرانو ورسره ژمنه کړې چې ښځو ته به بیا په نادولتي موسسو کې د کار کولو اجازه ورکوي. د “ناروې د مهاجرت شورا” مشر ایان ایګلنډ ویلي، هیله لري چې طالبان به په افغانستان کې د مرستندویه موسسو د فعالیتونو د بیا پیلولو لپاره دویم حکم صادر کړي. نوموړي خبرداری ورکړی، چې که د نجونو پر کار او زده کړو بندیز لرې نه شي، په افغانستان کې به نړیوالې مرستې بندې شي. د طالبانو له خوا په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته بېلابېلو مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه ودرول. د اسلامي امارت په دغه ډول غیر منطقي او غیر عقلی پریکړې سره ټولو نړیوالو بنسټونو خپل فعالیتونه ودرول چې د طالبانو پر حکومت یې سخت فشار راوړی دی. د جمهوري ریاست له نسکوریدو او د طالبانو له خوا د حکومت نیول له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو یوازینۍ لار د دغو نړیوالو بنسټونو او اړوندو بنسټونو له لارې ده ځکه چې دا حکومت نړیوال مشروعیت نه دی ترلاسه کړی او تر بندیزونو لاندې دی. له همدې امله نړيوال سازمانونه د دغو بنسټونو له لارې افغانستان ته روغتيايي او معيشتي مالي مرستې لېږي، څو له يوې خوا له لګول شويو بنديزونو څخه سرغړونه ونه شي او له بلې خوا خلکو ته د اړتيا وړ مرستې تر يوه حده ورسوي. په لومړي سر کې طالبانو غوښتل چې په دې ډول پرېکړې سره پر نړیوالې ټولنې فشار راوړي چې تر یوه حده د خپل مشروعیت لپاره زمینه مساعده کړي، خو د نړیوالو سازمانونو له سخت مخالفت او داخلي نیوکو سره مخ شول او پایله یې په بشپړه توګه منفي وه. نو ویلای شو چې که د طالبانو پر امارت لا زیات سیمه ییز او نړیوال فشارونه ولګول شي، ښايي د خلکو ځینې حقوقي او مدني غوښتنې تر لاسه شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *