افغانستان 20 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د سالنګ لویه لاره د ټولو موټرو پر مخ خلاصه ده

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست چارواکي د سالنګونو د لویې لارې د خلاص ساتلو لپاره د جدي تدابیرو خبر ورکوي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس حافظ محمد يعقوب ، چې اوسمهال په سالنګ کې هوا ورېځ ده او په راتلوونکو څو ساعتونو کې د واورو د اورښت او په لويه لاره کې د سړې څپې چې منفي ٣٠ سانتي ګراد ته رسېږي د ۳ ورځو لپاره اټکل کېږي.

هغه زياته کړه، چې د شپې په اوږدو کې د دغه ادارې مسوولين د ترافيکو په ګډون د اسانتياوو په برابرولو او خوندي تګ راتګ بوخت و، څو بار وړونکي موټرونه په عادي ډول تېر شي.

د سالنګونو رييس وویل، چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې بار وړونکي وسايط چې ټېلر په کې هم شامل دي له جنوب څخه شمال ته حرکت کوي او په راتلوونکو څو شېبو کې به بار وړونکي موټر له شمال څخه جنوب ته او دوه طرفه مسافر وړونکي موټرو ته به د ځنځیر (چین) سره د تګ اجازه ورکړل شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *