د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې په کابل او نیمروز ولایتونو کې یې د داعش ترهګرې ډلې درې پټنځایونه ویجاړ کړي چې په پایله کې یې ۸ تنه داعشیان وژل شوي او ۷ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ښاغلي مجاهد نن د پنجشنبې په ورځ (د جدي ۱۵مه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پرون په کابل او نیمروز ولایتونو کې د داعش پر یوې خطرناکې او مهمې شبکې پراخ او همغږي بریدونه ترسره شول