تاریخ انتشار: 15 جدی 1401 - 2 سال پیش
موضوع:‌ خبرونه
شماره: 2085
داعش-طالبان

طالبانو په کابل او نیمروز ولایتونو کې د داعش د درېیو پټنځایونو د له منځه وړلو خبر ورکړی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې په کابل او نیمروز ولایتونو کې یې د داعش ترهګرې ډلې درې پټنځایونه ویجاړ کړي چې په پایله کې یې ۸ تنه داعشیان وژل شوي او ۷ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.