افغانستان 13 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي کریم الله وثیق سره وکتل.

د معمار آژانس د خبر له مخې؛ مولوي کریم الله وثیق له سپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

په دغه کتنه کې ملاخیرالله خیرخواه  نوموړي ته تر ښه راغلاست وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې لازمې مشورې او سپارښتنې ورته وکړې، همدا راز یې د دوی ستونزې،غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسېدنه وشي.

د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي نور احمد سعيد سره کتلي و.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *