د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه د لېدنې پر مهال د یادې ادارې د نوښت د مرکز په هڅو جوړ شوی موټر وکوت.
مجاهد د یاد مرکز له لوري د تېز رفتاره موټر جوړول وستایل او هغه يې د هېواد د ځان بسیاینې او پرمختګ لپاره مهم ګام وباله.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د یاد موټر د لیدنې پرمهال د تخنيکي او مسلکي زده کړو انستیتیوت مسوولینو ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او د دغه موټر جوړونکي يې په نغدي ډالیو ونازول.
د یادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو انستیتیوت د نوښت مرکز د لومړي ځل لپاره یو تېز رفتار موټر جوړ او په بریالۍ توګه نندارې ته وړاندې کړ.