افغانستان 10 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د ملي دفاع وزارت سرپرست د نوښت مرکز له لوري د موټر جوړول وستایل او هغوی ته يې د هرډول همکاریو ډاډ ورکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه د لېدنې پر مهال د یادې ادارې د نوښت د مرکز په هڅو جوړ شوی موټر وکوت.

مجاهد د یاد مرکز له لوري د تېز رفتاره موټر جوړول وستایل او هغه يې د هېواد د ځان بسیاینې او پرمختګ لپاره مهم ګام وباله.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د یاد موټر د لیدنې پرمهال د تخنيکي او مسلکي زده کړو انستیتیوت مسوولینو ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او د دغه موټر جوړونکي يې په نغدي ډالیو ونازول.

د یادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو انستیتیوت د نوښت مرکز د لومړي ځل لپاره یو تېز رفتار موټر جوړ او په بریالۍ توګه نندارې ته وړاندې کړ.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *