خبري سرچینو د اوکرایین د جګړې له محاذ څخه په سلګونو کیلومتره لیرې د روسیې په یوه هوايي اډه کې د څو چاودنو خبر ورکړی دی. همداشان د روسیې رسنیو د دغه هیواد د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړی چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې د نسکوریدو له امله چې د ساراتوف په ولایت کې د هوايي دفاعي سیسټم له خوا نسکوره شوې وه، ۳ تنه روسي پوځيان وژل شوي دي.
د معمار د خبر له مخې، د رویټرز خبري اژانس په حواله، روسي او اوکرایني رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د روسیې په ساراتوف ولایت کې د «انګلس» په هوايي اډه کې چې د اوکراین د جګړې له محاذ څخه سل کیلومتره لیرې ده، د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.