تاریخ انتشار: 5 جدی 1401 - 2 سال پیش
موضوع:‌ خبرونه
شماره: 1832
پایگاه هوایی روسیه

د روسیې په یوه هوايي اډه کې څو چاودنې وشوې

خبري سرچینو د اوکرایین د جګړې له محاذ څخه په سلګونو کیلومتره لیرې د روسیې په یوه هوايي اډه کې د څو چاودنو خبر ورکړی دی. همداشان د روسیې رسنیو د دغه هیواد د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړی چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې د نسکوریدو له امله چې د ساراتوف په ولایت کې د هوايي دفاعي سیسټم له خوا نسکوره شوې وه، ۳ تنه روسي پوځيان وژل شوي دي.