خبرونه 03 جدی 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

نوین الحق به د هند په غوره لیګ کې ولوبیږي

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لوبغاړی نوین الحق د هند په غوره لیګ کې د لکنو سوپر جاینتس لخوا پر پېنځه میلیون هندي کلدارو واخیستل شو

د افغانستان دغه چټک توپ اچوونکی د جمعې پر ورځ ( د مرغومي ۲ ) د هند غوره لیګ د راتلونکي پړاو لپاره د کرکت د لوبغاړیو د غوراوي په مراسمو کې، چې د دغه هېواد په کوچي ښار کې ترسره شول؛ اخیستل شو.

په دې مراسمو کې د هندوستان د غوره ليګ د شپاړسمې دورې لپاره څه باندې څلور سوه لوبغاړي مزایدې ته وړاندې شول، چې اتيا لوبغاړي ترې پر څه دپاسه يو نيم میليارد هندي کلدارو واخيستل شول.

له انګلستان څخه سام کوران د تر ټولو ګران بیه لوبغاړي په توګه؛ ۱۸۵ میلیون هندي کلدارې خپلې کړې او له پنجاب کینګز لوبډلې سره یوځای شو.

دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او مجیب الرحمن، چې له دې مخکې د هند په غوره لیګ کې لوبېدلي دي؛ د کومې لوبډلې لخوا اخیستل شوي ندي.

راشد خان د دفاعي اتل ګجرات تایتانز لوبډلې ساتلی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *