خبرونه 28 قوس 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

ارجنټاين د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړيوال جام اتلولي وګټله

د ارجنټاين د فوټبال ملي لوبډلې پرون په يوه په زړه پورې او خوندوره لوبه کې د فرانسې ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړيوال جام اتلوالي يې په خپل نوم کړه.
د لوبې لومړۍ نيمايي د ۲-۰ په پايلې سره د ارجنټاين په ګټه پای ته ورسېده، خو د دويمې نيمايي په ختمېدو سره ۲-۲ مساوي شوه.
دغه خورا جالبه لوبه په اضافي وخت کې هم ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده.
په وروستي پړاو کې بخت له فرانسې سره یاري ونکړه او په پېنالټيو پړاو کې د ارجنټاين ملي لوبډلې دغه لوبه د ۴- ۲ په پايلې سره په خپل نوم کړه او د روان کال د فوټبال نړيوال جام اتلولي يې وګټله.
د ارجنټاين لېونل ميسي غوره لوبغاړی شو، خو د سرو زرو بوټ د فرانسې کېليان اېمبپې ته ورکړل شو ځکه نوموړي په دغه جام کې ۸ ګولونه وهلي وو، چې له ميسي يو زيات دی.
په ورته وخت کې غوره ګول ساتونکی د ارجنټاين ايمي مارټينېز شو او د ارجنټاين اېنزو فرننډېز د سږني نړيوال جام غوره ځوان لوبغاړی ونومول شو.
د يادونې وړ ده چې کرواسيا د دغه لوبو دريم او د مراکش ملي لوبډلې يې ۴ مقام خپل.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *