افغانستان 22 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اندخوی د قومي مشرانو ستونزې واورېدې

د ریاست الوزار اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې پرون د فاریاب ولایت د اندخوی د څلورګونه ولسوالیو له دیني عالمانو، مخورو، قومي مشرانو، سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل.

د ریاست الوزرا اداري

د معمار د خبری آژانس د خبر له مخې:مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کې د اندخوی د مشرانو ستونزې واورېدې او ژمنه يې وکړه، چې د حل په موخه به يې اړوندو ارګانونو ته ورسوي.

نوموړي ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ، چې د قوش تپې کرنیز کانال د ملي پروژې په بشپړوېدو سره به د ځايي خلکو د اوبو د کموالي ستونزه حل او د اندخوی سلګونه جریبه شاړې ځمکې به خړوبې شي.

د یادونې وړ ده، چې د قوش تېپې ملي کانال، چې د بلخ د کلدار په ولسوالۍ کې د آمو له سیند څخه جلا کېږي او د ۲۸۵ کیلو متره په اوږدوالي د فاریاب تر اندخوی پورې رسېږي اوسمهال يې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *