افغانستان 19 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان په هکله د انډونیزیا په غونډه کې د بین الافغاني خبرو اترو په پیلېدو تاکید شوی

په انډونیزیا کې د افغانستان په اړه کنفرانس کې چې قطر سره په ګډه مشرۍ تر سره شوې د بین الافغاني خبرو اترو د پیلېدو ، سوله او د ښځو د تعلیم په ضرورت ټینګار شوی دی.

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې :د دې کنفرانس په ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې د افغان ښځو او نجونو د ژوند د ښه‌والي، تعلیم او بین الافغاني خبرو اترو  په برخه کې اړین ګامونه اوچت کړي.

په دغه غونډه کې د امریکا، نیوزیلنډ، ناروې، امارات او پاکستان په ګډون د شااوخوا ۲۰ هېوادونو او يو شمېر نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د انډونیزیا د غونډې په غبرګون کې ویلي: د هغوی غوښتنې د افغانستان له اوسني حالت سره د تطبیق وړ نه دي، د بین الافغاني خبرو په هکله هم مونږ دلته ډیالوګ لرو، خو په هغه بڼه نه چې دوی یې غواړي، بلکې په هغې بڼه چې موږ او افغانان یې د ضرورت احساس کوو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *