افغانستان 06 قوس 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: د حکومت جوړول د افغانستان داخلي مسله ده

د طالبانو حکومت د یوه جامع حکومت د جوړولو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د حکومت جوړېدل د افغانستان داخلي مسئله ده.

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د یوه جامع حکومت د جوړولو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د حکومت جوړېدل د افغانانو داخلي مسئله ده او د سیمې او نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل، چې پر دغه ډول مسایلو باید د «طالبانو له حکومت» سره د رسمي ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې خبرې وشي.

کریمي وویل: افغانستان یو خپلواک هیواد دی او کولای شي په خپله پریکړه وکړي. د سیمې د هېوادونو او نورو هېوادونو مسوولیت او مکلفیت دا دی چې خپل مسوولیتونه درک کړي او د طالبانو له حکومت سره د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو لپاره اقدام وکړي، تر څو ستونزې له مسوولو لارو هوارې شي.

باید یادونه وشي چې پوتین تېره چهارشنبه (د نومبر۲۳مه) د ډله ییزو امنیتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وویل: په افغانستان کې د ټول شموله حکومتولۍ تضمین کول چې په مناسبه کچه د ټولو توکمیزو ډلو استازي پکې شامل وي اوس یو لومړیتوب دی

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *