افغانستان 19 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

سره صليب: په افغانستان کې په راتلونکي ژمي کې د بشري وضعيت خرابېدل د اندېښنې وړ دي

د سره صليب نړيوالې کمېټې يو ځل بيا په افغانستان کې د بشري وضعيت پر خرابېدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې په دغه هېواد کې له اوسني بحران سره د مقابلې لپاره د نړيوالې ټولنې پياوړي ملاتړ ته اړتيا ده.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د سره صلیب د دفتر مشرې ایلوا فیلن پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې د ژمي په رارسیدو سره به په افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب شي.

په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د دغه چارواکي په وينا، په دغه هېواد کې د اړمنو کسانو د ساتنې لپاره پياوړي نړيوال ملاتړ ته اړتيا ده.

دغې کمېټې په خپل یوه راپور کې دا هم ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري او تر ۲۴ میلیونه ډېر خلک لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.

سره صلیب اندېښنه ښودلې چې په دغه هېواد کې د بشري ناورین شدت به میلیونونه وګړي بې وزلۍ ته اړ کړي.

د دغې کمیټې په وینا، کونډې او یتیمان په افغانستان کې د اوسني بشري ناورین تر ټولو زیات قربانیان دي او په ډیرو وختونو کې د ورځې یو ځل هم مناسبه خواړه نه شي خوړلی.

دغې کمېټې یو ځل بیا ټینګار کړی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې ۷۰۰ زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې نږدې ۱۹ میلیونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي او سږ کال تر ۳۴ زره ډېر ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي او په روغتونونو کې بستر شوي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *