افغانستان 09 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملا برادر او جیک سلیوان احتمالي ملاقات رد کړ

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د امریکا د ملي امنیت شورا له سلاکار جیک سلیوان سره د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر احتمالي ملاقات اوازې بللې دي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره شپه (د عقرب ۷مه) یوه بیانیه خپره کړه او ویې ویل: د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال ملا برادر او د امریکا د امنیت شورا د سلاکار جیک سلیوان ترمنځ د لیدنې په اړه راپورونه اوازې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر لویدیځو رسنیو خبر ورکړی چې د ملا برادر په مشرۍ یو اماراتي پلاوی به په نږدې راتلونکي کې په دوحه کې د ملي امنیت له سلاکار جیک سلیوان سره وګوري.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم ویلي، چې د امریکا او اماراتو ترمنځ خبرې ښايي د چین او روسیې اندېښنو زیاته کړي.

په اعلامیه کې راغلي: “د بهرنیو چارو وزارت دغه راپورونه افواهات ګڼي او اشخاصو او رسنیو ته لارښوونه کوي چې دا ډول خپلسري، بې بنسټه او ناسمو راپورونو ته اعتبار ورنکړي او د خلکو د اندېښنو لامل نه شي.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *