افغانستان 04 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

هیدر بار د طالبانو پر وړاندې د “سخت اقداماتو” غوښتنه وکړه

د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنیو چارو کمېټه نن (سه شنبه د عقرب ۳مه) په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د وضعیت په اړه غونډه کوي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د بشري حقونو د څار د ادارې د ښځو د څانګې مرستيالې هيدر بار د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د وضعيت په اړه به خبرې وکړې.

په ورته وخت کې هیدر بار په خپل ټوېټر لیکلي چې هیله لري په افغانستان کې د ښځو د حقونو د کړکېچ په اړه د اروپا په پارلمان کې خبرې وکړي.

هغه لیکلي دي چې هغه به MEPs ته ووایي چې د ملګرو ملتونو په بشپړ ملاتړ سره د بشري حقونو د حساب ورکولو نوی میکانیزم رامینځته شي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مرستیالې ویلي، چې د اروپايي پارلمان په غونډه کې به د طالبانو د مشرانو په ځانګړې توګه د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده پر ضد د سفر د بندیز په ګډون د سختو اقداماتو غوښتنه وکړي. نوموړي تر دې مخکې د طالبانو مشرانو ته د سفري معافیت د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه.

طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت له امله تر فشار لاندې دي. د دغې ډلې له واکمنۍ وروسته د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونه خراب شوي دي.

طالبان اوس مهال له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته نه پرېږدي او ښځې يې په دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *