افغانستان 02 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مجاهد: نوی اساسي قانون به د پخواني اساسي قانون ځای ونیسي

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په هېواد کې د اساسي قانون پر جوړولو کار پيل شوى او د پخواني اساسي قانون پر ځاى به نوى اساسي قانون جوړ شي

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په هیواد کې د طالبانو د حکومت تر څه باندې یو کال واکمنۍ وروسته د اساسي قانون برخلیک ناڅرګند و. خو اوس د طالبانو د حکومت وياند وايي چې اساسي قانون به ډېر ژر بشپړ شي.

مجاهد وويل: “دا کار کېدای شي، په پام کې ده چې اساسي قانون چمتو او تصويب شي او د نظام پاتې ستنې تثبيت شي او د ښه دولت پر لور حرکت وکړي.”

له بلې خوا یو شمېر سیاسي څېرې د اساسي قانون تطبیق د هېواد له مهمو اړتیاوو څخه ګڼي.

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې د کمیسیون پخوانی مشر په دې باور دی چې د اساسي قانون د نه تطبیق په صورت کې به افغانستان له بېلابېلو ستونزو سره مخ شي.

د تېر حکومت د اساسي قانون پر تطبیق د څار بنسټ رئیس ګل رحمان قاضي وویل: اساسي قانون د حکومت په شمول د یوه دولت بنسټ دی، د قانوني مشروعیت له نظره رامنځته کېږي او دغه ماده له اساسي قانون څخه خپل مشروعیت ترلاسه کوي.

په ورته وخت کې یو شمېر فقهاء په دې باور دي چې په هېواد کې د شرعي قوانینو تر څنګ نورو قوانینو ته هم اړتیا ده.

د هېواد اساسي قانون ۱۲ فصلونه او ۱۶۲ مادې لري، چې د دغه قانون ډېرې مادې د پخوانیو چارواکو له خوا په پرله پسې ډول تر پښو لاندې شوې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *