افغانستان 21 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

رحمت الله نبیل: د طالبانو ملاتړي او لابیان باید له افغان نجونو بخښنه وغواړي

د هېواد د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، یو شمېر تکنوکراتان چې په پټ او ښکاره ډول د طالبانو لپاره کار کولی، باید د ښځینه افغان زده کوونکو څخه بخښنه وغواړي.

https://pashto.memar.press/

د معمار وحدت د خبری اژانس د رپوټ له مخې د هېواد د ملی امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل پرون شپه د سنبلې په ۲۰ مه نېټه په یوه ټویټ کښې ولیکل چې د طالبانو ملاتړی او لابیان نن د افغان نجونو د ظلم په اړه چوپه خوله دی.

نبيل: د طالبانو ملاتړي او ځينې تکنوکراتان چې په پټه او ښکاره يې لابي کوله چې طالبان بدل شوي، د افغان نجونو د ظلم په اړه چوپه خوله دي، په داسې حال کې چې بايد له ټولو افغان نجونو بخښنه وغواړي.

هغه زیاته کړه: په عدالت سره وایو چي هغه کسان چې ټول پښتانه طالبان بولي، د پکتیا له نجونو بخښنه وغواړي!

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واک ته رسېدو څه باندې یو کال تېرېږي، خو تر اوسه د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي پورته نه دي پرانستل شوي.

پرون په پکتيا ولايت کې نجونو د طالبانو د دغې پرېکړې پر ضد لاريون وکړ.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *