افغانستان 16 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د بشري حقونو د څار سازمان راپور: طالبان د مذهبي اقلیتونو په ځانګړې توګه شیعه ګانو ته د امنیت په برابرولو کې پاتې راغلي

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې ویلي چې داعش په پرله پسې ډول پر هزاره ګانو او نورو مذهبي لږکیو د دوی په جوماتونو، ښوونځیو او کارځایونو بریدونه کړي، خو طالبانو د دغو ټولنو د ساتنې لپاره هېڅ نه دي کړي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د بشري حقونو د څار سازمان د سې شنبې په ورځ د سنبلې په ۱۵مه په یوه راپور کې وویل، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، داعش د هزاره ګانو پر ضد د ۱۳ بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست، چې په پایله کې یې ۷۰۰ کسان مړه او ټپیان شول.

دغه سازمان وايي، د طالبانو هغه تګلارې چې پر بنسټ يې بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي، د تروريستي بريدونو له امله زيانونه زياتوي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې د طالبانو له واک ته د رسېدو سره، هزاره ګان د خپل امنیت په اړه ډیر اندېښمن دي.

د باميانو ولايت يوه اوسېدونکي او د قربانیانو کورنۍ څخه وايي: “موږ نور خپل ماشومان ښوونځي ته نه لیږو او خپل دوکانونه ژر تړو. له برید وروسته جومات هم وتړل شو.»

د مزارشريف يوه اوسېدونکي او د قربانيانو له کورنۍ څخه يې وويل: “موږ نور خپل ماشومان ښوونځيو ته نه لېږو او خپل دوکانونه ژر وتړو. له برید وروسته جومات هم وتړل شو.»

د بشري حقونو د څار ادارې له خوا مرکې شوې ډېرو ویلي چې دوی د بریدونو په پایله کې خپګان او سخت روحي صدمې سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو د څار د افغانستان د څانګې څیړونکې، فرشته عباسي وویل: د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې ویلي چې داعش په پرله پسې ډول پر هزاره ګانو او نورو مذهبي لږکیو د دوی په جوماتونو، ښوونځیو او کارځایونو بریدونه کړي، خو طالبانو د دغو ټولنو د ساتنې لپاره هېڅ نه دي کړي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبان مکلف دي چې په خطر کې د خلکو ساتنه وکړي او د بریدونو له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړي.

د بشري حقونو د څار دغه څېړونکي ویلي: د وسله والو ډلو مشران ښايي یوه ورځ د هزاره ګانو او نورو ټولنو پر وړاندې د خپلو جرمونو له امله له سزا سره مخامخ شي. د طالبانو چارواکي چې د مذهبي اقلیتونو د بریدونو څخه د ساتنې لپاره عمل نه کوي ممکن په دې جدي جرمونو کې ښکیل وي.

د يادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په يو کال کې پر ملکي ځايونو ډېر بريدونه شوي، چې ډېری يې هزاره ګان دي، چې په ترڅ کې يې سلګونه کسان وژل شوي او ټپيان دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *