افغانستان 16 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ذبیح الله مجاهد: د ډله ییزو رسنیو قانون به ډېر ژر نافذ شي

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو د سې شنبې په ورځ د سنبلې په ۱۵ مه د دې ادارې د یو کلن فعالیتونو د راپور ورکولو پر مهال وویل چې دا مهال په افغانستان کې ۲۱۹ رسنۍ فعالیت کوي او زیاته یې کړه چې د غیرشرعي خپرونې ۹۵٪ کمې شوې دي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت ویاند وايي، د پخواني حکومت د ډله ییزو رسنیو قانون د دغې ډلې د حکومت له خوا تعدیل شوی او د تصویب لپاره د طالبانو مشر ته استول شوی دی. مجاهد په دوام وویل چې د دوی د واکمنۍ په یو کال کې د هیڅ رسنۍ د فعالیت مخه نه ده نیول شوې.

ذبیح الله مجاهد نن ملت ته د حکومت د حساب ورکونې په پروګرام کې وویل، چې په دیني او فرهنګي برخو کې ځینې اصلاحات راغلي دي.
مجاهد زياته کړه، چې د طالبانو د مشر له خوا د ډله ييزو رسنيو د قانون له تصويب وروسته به دغه قانون عملي شي.

دا مهال په افغانستان کې ۲۱۹ رسنۍ فعالیت کوي او زیاتوي چې ناقانونه خپرونې ۹۵ سلنه کمې شوي دي.

د دغه وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي وايي، هغه کتابونه چې الحاد خپروي پیژندل شوي.

د طالبانو ویاند هم د ځینو کتابونو پلور منع اعلان کړی دی.

د هغه په ​​وينا، هغه کتابونه چې له ديني ارزښتونو او ملي ګټو سره په ټکر کې وي، خپرېدل يې منع دي.

له دې وړاندې بې پولې خبريالانو سازمان ويلي وو، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته د ۵۴۷ رسنيو له ډلې د ۲۱۹ رسنيو فعاليتونه بند شوي دي.

د بیان د ازادۍ د شاخص له مخې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له ۱۲۲م څخه ۱۵۶م ته راښکته شوی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *